۰

د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

شنبی ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر له دوه نورو کسانو سره یو ځای د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر په یوه چاودنه کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر له دوه نورو کسانو سره یو ځای د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د تلې ۲۶ مه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د للمه سبزک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، دغه امنیتي مسوولینو غوښتل د یوه ماموریت تر سره کولو لپاره د سالنګ سیاه سنګ کلي ته ولاړ شي، چې په لار کې یې په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د پروان د سالنګ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ جنايي آمر او دوه تنه نور وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي