۰

ناټو طالبانو ته! جګړه او له ترهګرو سره اړیکې پرېږدۍ

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۸
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي.
ناټو طالبانو ته! جګړه او له ترهګرو سره اړیکې پرېږدۍ
 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی سټولټنبرګ دغه څرګندونې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځې غونډې په پای کې کړې او پر طالبانو یې ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي کچه بېخي راټیټه کړي.

دغه غونډه چې پرون جمعه او وړمه ورځ د افغانستان په اړه هم په کې خبرې وشوې د ناټو سرمنشي و ویل، په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او په‌کار ده چې طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید د تاوتریخوالي نه منونکې کچه راټیټه کړي څو اوربند ته لار هواره شي او دغه راز له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي تر چې بیا افغانستان پر نورو هېوادونو د برید لپاره ترهګرو ته خوندي ځای نه وي.

د ناټو سرمشني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان ته د دغه سازمان سرتېري له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې لپاره تللي او وتل به یې هم د افغانستان شرایطو ته په کتو وي.

نوموړي د افغان سولې په اړه ویلي، چې د دوحې خبرې له نازک پړاوه تېرېږي، مګر د سولې لپاره یوازې همدا تر ټولو غوره فُرصت دی.

هغه زیاته کړې«څو راتلونکې میاشتې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دي، په دوحه کې مذاکرات که څه هم له نازک پړاو تېرېږي ( ماتېدونکي دي) خو دا له څو نسلونو راهیسې د سولې لپاره یو غوره چانس دی.»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ، ناټو د سولې پروسې ملاتړې ده او  ټول افغانان باید له دې تاریخي فُرصته استفاده وکړي. ناټو د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د ناټو سرمشني تر دې غونډې دوه ورځې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان باید د دوحې هوکړه عملي کړي، تاوترخوالی کم، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او اوربند ته زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې وه، چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي که نه ناټو ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي