سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیس په غلچکي برید کې وژل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۴ مه د کندهار ښار د نهمې ناحیه اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي وايي، د فرشتې په نوم یاده پولیسه له کور څخه د دندې پر لور روانه وه چې وسله والو طالبانو پرې غلچکی برید کړی او وژل شوې ده.
نوموړی وایي، دغه مېرمنې له ډېرې مودې راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله خو له تېرو درې کلونو راهیسې د د سرپوزې په محبس کې دنده تر سره کوله.
د یادونې ده، چې په تيرو ۴ مياشتو کې دا په کندهار ښار کې شپږمه پوليسه ده چي په غلچکيو بريدونو کې وژل کيږي.
تر اوسه چا د دغه وژنې مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار