۰

کندوز کې ماین چاودنې ۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د ملي اردو په یوه تخلیه شوې اډه کې ماین چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کندوز کې ماین چاودنې ۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د ملي اردو په یوه تخلیه شوې اډه کې ماین چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۴ مه سهار مهال د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې له یوې اډې څخه تکتیکي شاتګ کړی و او خالي کړې یې وه، خو طالبانو ملکي خلک مجبور کړي، چې دغه بېس تخریب کړی.

دی وايي، د بېس د تخریب پر مهال ماین چاودنه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د خان آباد ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي