۰

کابل کې چاودنې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین د چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین د چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شبنې د لړم ۶ مه ماسپښین مهال د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د چهار قلعه وزیر آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

کابل پولیس وايي، له سیمې څخه یوه سراچه موټر د تېرېدو په حال کې وه، چې مقناطسي ماین پرې چاودنه کړې ده.

د پولیسو په وینا په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چاودنه ځای ته نېږدې د تیلو ټانک او د لرګیو خرڅولو ټال هم و، چې اور یې اخیستی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په خوست کې دوه موټر بم بریدونو د نظامیانو په ګډونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي