۰

کابل کې چاودنې یو پوځي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې یو پوځي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۱۴ مه سهار مهال د پغمان ولسوالۍ د قرغې بند په سیمه کې د ملي اردو په رنجر شوې ده.

د کابل پولیس وایي، په دغه چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

عیني شاهدان هم وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر وشوه، چې مرګ ژوبله هم لري خو کره معلومات یې نشته.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي