۰

د کابل سهار بیا په چاودنه پیل شو، درې تنه ټپیان شوي دي

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د کابل سهار بیا په چاودنه پیل شو، درې تنه ټپیان شوي دي
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۸ بجې د کابل ښار د ۸ مې ناحیې اړوند د شاه شهید سیمې په درېیم سړک کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله په یوه لنډکروز موټر رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

تر اوسه د دغه چاتودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي