۰

هرات کې وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۲
پولیس تاییدوي، چې د لوېدیځې حوزې د دیني عالمانو او روحانیو شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.
هرات کې وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی
پولیس تاییدوي، چې د لوېدیځې حوزې د دیني عالمانو او روحانیو شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د غبرګولي ۱۳ مه سهار وختي د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په کبابیان سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دیني عالم مولوي محمد کبابیاني له جومات څخه تر راوتو وروسته د ناپېژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، دغه دیني عالم د کور خوا ته روان و، چې وسله والو پرې برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

د هغه په وینا مولوي محمد کبابیاني یو وتلی دیني عالم او د لوېدیځې حوزې د دیني عالمانو او روحانیو د شورا مرستیال وو.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې کاپیسا کې هم یو دیني عالم وژل شوی و او دغه راز د اختر په ورځو کې د کابل د شکر درې ولسوالۍ کې هم یو مشهور دیني عالم په یوه چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي