۰

کابل کې یو ځوان غلو وژلی دی

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.
کابل کې یو ځوان غلو وژلی دی
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاییدوي، چې غلو د مسعود په نوم یو ځوان په مکروریانو سیمه کې وژلی دی.

دی وايي، پېښه جنايي ده، چې په اړه یې څېرنې روانې دي او پولیس هڅه کوي، قاتل وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي