۰

د لښکرګاه ښار څلورمه او لسمه حوزه له طالبانو پاکه شوه

چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار له څلورمه او لسمه امنیتي حوزې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې.
د لښکرګاه ښار څلورمه او لسمه حوزه له طالبانو پاکه شوه
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار له څلورمه او لسمه امنیتي حوزې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د تلې ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه چاڼیزو عملیاتو کې تر ۳۰ زیات طالبان وژل شوي او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د بشران، بولان، چاه انجیز، څلورمې او لسمې حوزې سیمې بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، دا مهال بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته د تګ په حال کې دي، او افغان ځواکونه د لا ډاډمن امنیت په هڅه کې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو دوه اوونۍ وړاندې په لښکرګاه ښار ډلیز بریدونه پیل کړل، چې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

لښکرګاه کې د جګړو له امله ۴۰ زره کسان بې ځایه شول او دغه راز برېښنا پرې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښود.

امنیتي چارواکي وايي، پر لښکرګاه د برید او د افغان ځواکونو د عملیاتو په جګړه کې تر ۳۰۰ پورې طالبان و وژل شول او تر ۴۰ تنه افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي