ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د لړم ۱۰ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ملا امان الله او ملګري یې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ په یاده سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د هلمند لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله چې شبکه یې شفیق نومېده له خپلو اتو ملګرو سره یو ځايي په هوايي برید کې و واژه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د دوی یو لوکسل موټر، څلور میله کلاشنکوفونه، دوه میله درازنوف او ۲ پایې اېکم مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.
په ورته وخت ملي دفاع وزارت د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې هم د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو، ۹ تنو د ټپي کېدو او د هغوی د درې پټنځایونو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل