۰

امرالله صالح څارنوالۍ ته د معرفي شویو امنیتي منسوبانو د بېرته خوشې کېدو امر وکړ

پنجشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ امنیتي منسوبانو د خوشې کېدو امر وکړ چې تېره ورځ څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
امرالله صالح څارنوالۍ ته د معرفي شویو امنیتي منسوبانو د بېرته خوشې کېدو امر وکړ
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ امنیتي منسوبانو د خوشې کېدو امر وکړ چې تېره ورځ څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسوک پاڼه لیکلي، چې د کابل پوهنتون په تړاو د وظیفوي غفلت په نوم د ۱۳ نوم ورکو پولیسو نیول کېدل بې مانا عمل دی.

نوموړي زیاته کړې، د هغوی د باعزته خوشې کیدو امر یې ورکړ او په خبره یې د پېښې په تړاو څېړنې لاهم دوام لري.

ښاغلی صالح وايي، په دې برخه کې به هېڅ پټ نه شي، خو له څېړنو وړاندې اجازه نه ورکوي، چې په هره ناکامۍ کې یوازې نوم ورکي کسان د قربانۍ د وزې په توګه ونیول شي او د قانون لپاره بام جوړ شي.

هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر کابل پوهنتون د برید مسوولین طالبان بللي وايي، د دغه پېښې جزیات به له ولس سره شریک شي.

د یادونې ده، کورنیو چارو وزارت پرون و ویل، چې د کابل پوهنتون د برید په تړاو ۱۳ تنه پولیس منسوبین د امنیتي پلان د تطبیق په برخه کې د غفلت له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، څارنوالۍ ته معرفي شوي پولیس منسوبین د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې دي، چې د کابل پوهنتون د امنیت چارې هم ورتر غاړه دي.

دی وایي، دغه کسان په دنده کې د غفلت او امنیتي پلان د ناسم تطبیق له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نیول شویو کسانو کې د حوزې امر، جنايي مدیر او د محافظت د قطعې قوماندان هم شامل دی.

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون د تېرې سه شنبې لړم ۱۳ مه ورځ درې تنه وسله والو برید وکړ، چې له امله یې ۲۲ تنه و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش واخیست خو افغان حکومت پرې پړه طالبان وبلله، ځکه په وینا یې طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي