د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، د وسله والو له لوري د خښ شوي ماین په چاودنه کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د لړم ۱۷ مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، چاودنه د ولسي وګړو د سپرلۍ پر رېکشا شوې، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړې، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په زابل ولایت کې هم موټر بم چاودنې ۴ ولسي وګړي وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه راز نن په کابل کې هم په یوه چاودنه کې یو پخوانی خبریال یما سیاوش له دوه تنو نورو ملکي وګړو سره یو ځای و وژل شو.
د دغه چاودنو او بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار