۰

ناپېژانده وسله والو هرات کې یو څارنوال وژلی

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو هرات کې د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال په غلکچي برید کې وژلی دی.
ناپېژانده وسله والو هرات کې یو څارنوال وژلی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو هرات کې د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال په غلکچي برید کې وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۸ مه سهار مهال د ښار ښار په دولسمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي ویلي، د دوی یو تن څارنوال له کور څخه دفتر ته په لاره و، چې د کور په ۵۰ متري کې پرې موټر سایکل سپرو وسله والو ډزې کړې او وژلی یې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه څارنوال عبدالسمع رحمتي نومېده او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د تحقیقاتو د برخې څارنوال وو.

دی وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس وایي، د ښاغلي رحمتي په ګډون یې یو شمېر همکارانو ته په دې وروستیو کې د ځینو افرادو او ډلو له خوا ګواښونه شوي وو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي