ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي شخصیت استاد عبدالرب الرسول سیاف او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه نن یکشنبې د لیندۍ ۹ مه له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه.
سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې د سولې پروسې او د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړښت د څرنګوالي او لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه ډېر مثبت بحثونه وشول.
ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني پرون هم د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي او د یادې شورا د لومړۍ غونډې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دوه ورځې وړاندې له افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې عالي شورا فعاله کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل