د ایران د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي وايي، د هرات-خواف ریل لار به سبا پنجشبنې د ولسمشر حسن روحاني او ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد اسلامي زیاته کړې، د هرات- مزار شریف ریل پټلۍ جوړولو لپاره هم په چمتوالي بوخت دي او ژر به یې کارونه پیل کړي.
څو ورځې وړاندې د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې په سمنټو بار لومړنۍ جوپه افغانستان ته را ورسېده.
د یادونې ده چې له همدې لارې به افغانستان د ایران له ریل شبکې سره وصل شي او یاد هېواد ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به په افغانستان کې دوه نورې ریل پټلۍ هم جوړې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل