۰
ملا برادر:

د بین الافغاني مذاکراتو دوام ته ژمن یو، افغان شموله اسلامي نظام غواړو

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د طالبانو د قطر دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برارد وايي، دوی سولې ته ژمن دي او په افغانستان کې افغان شموله اسلامي نظام غواړي.
د بین الافغاني مذاکراتو دوام ته ژمن یو، افغان شموله اسلامي نظام غواړو
د طالبانو د قطر دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برارد وايي، دوی سولې ته ژمن دي او په افغانستان کې افغان شموله اسلامي نظام غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برادر دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه د بشري چارو او شخړو د څېړنو مرکز له لوري جوړ شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی له پیله سولې ته ژمن و او همیشه یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده، چې ښه بېلګه یې په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل، له امریکا سره د دوحې تړون او د بین الافغاني مذاکراتو پیلول دي.

ملا برادر وایي، دوی افغان شموله اسلامي نظام غواړي چې مهم مسئوليتونه به يې د ولس او خلکو خدمت، د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه وي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ټينګار کړي، چې دوی داسې یو نظام غواړي، چې ‏د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق، د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابر کړي.

نوموړي په افغانستان کې د بیان آزادۍ ته هم اشاره کړې وايي، د بیان آزادي باید له اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

دغه راز ملا برادر زیاته کړې، دوی نه غواړي چې هېواد د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي.

هغه ویلي« اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.»

‏په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر د خپلو خبرو په پای کې ځل بیا ټینګار کړی چې دوي د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي