له طالبانو سره د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وايي، د ځای تر مشخص کېدو وروسته به ډېر ژر د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په سپیدار ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیده کاته وکړل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي ستانکزي ویلي، چې په نژدې راتلونکې کې به د سولې د خبرو د دویم پړاو ځای مشخص شي.
دغه ناسته کې عبدالله ویلي، سره له دې چې د بین الافغاني خبرو پاتې پړاوونو ته د افغانستان په داخل کې ترجېح ورکوي، خو په وینا یې د سولې مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
نوموړي زیاته کړې، په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال د حکومت د خبرې کوونکې ډله کې هېڅ راز اختلافات نه و او په دې اړه خپرې شوې خبرې یې یوه شایعه وبلله.
د هغه په وینا قطر ته د مذاکراتي پلاوي پلاوي له تګ مخکې داسې تبصرې کېدلې، چې د پلاوي ترمنځ خپلمنځي اختلافات شته او دا اختلافات به د سولې پروسې بهیر له یو شمېر ننګونو سره مخامخ کړي خو داسې څه ونه شول.
ښاغلي عبدالله ویلي، د دولت مرکچي پلاوي ښه فعالیت د دې سبب شو، چې دا ټول اټکلونه غلط ثابت او د سولې برخه کې هیله مندي زیاته کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر یاد پلاوي ته په خطاب کې وویل چې د بین الافغاني خبرو پر مهال مو په پوره حوصله مندۍ او ښه توګه د افغان ولس استازیتوب وکړ.
ده زیاته کړه: «د جګړې ختمېدو او د سولې د ټنګښت یواځینۍ لار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی».
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبان ته وړاندیز کړی و چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو دې په کور د ننه تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل