۰
ولسمشر غني:

هدفي وژنې د منلو نه دي، امنیتي ادارې د جدي اقدامات وکړي

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په جدي توګه لاس په کار شي.
هدفي وژنې د منلو نه دي، امنیتي ادارې د جدي اقدامات وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په جدي توګه لاس په کار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني تېره شپه ناوخته د سراغلی قوماندانۍ په غونډه کې د امنیتي ارګانونو مسوولینو ته دغه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي غني ویلي، وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې«په هېواد کې د خبریالانو، مدني فعالینو او سیاسي څېرو هدفي وژنه هېڅ د منلو نه ده، باید په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.»

د ده په خبره د امنیتي ادارو مسوولیت دی چې د شویو بریدونو مسوولین ونیسي او په سزا یې ورسوي او د راتلونکو بریدونو مخنیوی وکړي.

ولسمشر ویلي چې په دې بریدونو کې د مدرن افغانستان لپاره روزل شوي افکار او څېرې په نښه کېږي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

ولسمشر داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې هدفي وژنې ډېرې شوې او کابو هره ورځ د یوه چسپکي ماین او یا ترور خبر ورکول کېږي.

په تېره نېږدې یوه نیمه میاشت کې د نورو مدني فعالانو او ملکي مامورینو تر څنګ یوازې شپږ تنه خبریالان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي