۰
ولسمشرغني:

له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ پر ځای دی، پر عدالت ولاړه سوله غواړو

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۹
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او داسې مثبته سوله غواړي، چې عدالت په کې تامین او د خلکو حقوق په کې خوندي شي.
له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ پر ځای دی، پر عدالت ولاړه سوله غواړو
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او داسې مثبته سوله غواړي، چې عدالت په کې تامین او د خلکو حقوق په کې خوندي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله و ویل، افغان دولت او ملت داسې سوله غواړي، چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو ټول حقونه پکې خوندي شي.

نوموړي له ډېرو جزیاتو پرته وویل، چې د وسله والو ځواکونو د پایښت او لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر اصلاحات تر لاس لاندې لري.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغان حکومت د پاملرنې ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم پر خپل ځای دی.

ولسمشر غني د سولې اړوند تازه څرګندونې پرداسې مهال کوي چې ټاکل شوې روانه اونۍ په دوحه کې د مخامخ بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي