۰
محسن داوړ:

افغانستان کې هدفي وژنې د موجوده نظام پر وړاندې پلان شوې دسیسه ده

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د پښتون ژوغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، په لر او بر افغان وطن کې روانې هدفي وژنې د افغانستان د موجوده نظام په خلاف يوه پلان شوې دسيسه ده.
افغانستان کې هدفي وژنې د موجوده نظام پر وړاندې پلان شوې دسیسه ده
د پښتون ژوغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، په لر او بر افغان وطن کې روانې هدفي وژنې د افغانستان د موجوده نظام په خلاف يوه پلان شوې دسيسه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داوړ چې پرون یکشنبې د مرغومي ۷ مه د خيبر باړه ضلعه کې لويې ولسي غونډې ته وینا کوله ټینګار وکړ، چې په لر او بر افغان خاوره کې روانې هدفي وژنې، چې ژورنالستان، مدني فعالان، او سیاستوال پکې په نښه کیږي د ناامنیو د بلې څپې او بلې جګړې پیلولو پلان دی.

هغه و ویل« د هدفي وژنو دا لړۍ د افغانستان د موجوده نظام په خلاف يوه پلان شوې دسيسه ده.»

تر ښاغلي دواړ وړاندې د غورځنګ مشر منظور پښتین هم و ویل، چې په لر او بر کې د پښتنو هدفي وژنې ورته د منلو وړ نه دي او د دې ټولو وژنو تر شاه د یوه دښمن لاس دی.

نوموړي زیاته کړه، هر هغه څوک چې د پښتنو پر وړاندې ظلم کوي، په خلاف به يې غږ پورته کړي او پر وړاندې به یې خپلو سوله ‌ييزو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

ښاغلي پښتنی وايي، پښتانه د هر ډول زور زياتي قرباني شوي، خو ټینګار یې وکړ، چې تر دې وروسته به هېچاته د دې اجازه ورنه کړي چې پښتون د خپلې ګټې لپاره وکاروي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر په ټینګار سره و ویل، د پښتنو په حق کې که هر څوک ظلم کوي، که هغه طالب دی که ای اېس ای دی او که بله کومه ډله، موږ یې خلاف یو او پښتانه به یې پر وړاندې درېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي