۰
له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور:

طالبان له نوي نسل نه وېره لري، هغوی نامشروع پرمختګ او د ځپلو وړ بولي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۶
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوی غړی حفیظ منصور وايي، طالبان د نوي نسل، د ښځو له پرمختګ او بیان له آزادۍ وېره لري او دا یو نامشروع پرمختګ او د ځپلو وړ بولي.
طالبان له نوي نسل نه وېره لري، هغوی نامشروع پرمختګ او د ځپلو وړ بولي
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوی غړی حفیظ منصور وايي، طالبان د نوي نسل، د ښځو له پرمختګ او بیان له آزادۍ وېره لري او دا یو نامشروع پرمختګ او د ځپلو وړ بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي منصور چې نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې خبرې کولې و ویل، چې طالبان د عامه ذهنیت د جلبولو او ټولنې د خلکو د تحریک لپاره دیني شعارونه ورکوي، خو د مذاکراتو پر میز د خپلو اعمالو د توجیه کولو لپاره دیني مستندات نه لري او خبرې نه کوي.

نوموړي و ویل«ان د طالبانو مشران خپلو اعمالو ته دیني مشروعیت نه ورکوي، ځکه د جګړې او د تاوتریخوالي د دوام لپاره هېڅ دیني دلیل نه لري، نو ځکه نه د مذاکراتو پر مېز او نه هم په خصوصي بحثونو کې دیني مناظرې ته حاضرېږي، موږ په ځلونو د مناظرې غوښتنه ترې کړې، خو حاضر شوي نه دي، ځکه پوهېږي، چې کوم دلیل نه لري، په همدې دلیل دوی یو دیني جریان نه دی، خو دیني شعارونه ورکوي.»

ښاغلي منصور د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان له ننني افغانستان څخه واقعي تصویر لري که نه و ویل، هم هو او هم نه، ځکه هغوی«طالبان»  د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنې یو واقعیت بولي، خو له نوي روزل شوي نسل څخه وېره لري.

ده زیاته کړه«له شک پرته هغوی هم ښځې او هم ځوانان د امریکا روزل شوي بولي، دا یې نه ویل، چې دغه ځوانانو او ښځو له رامنځ ته شوي فرصت څخه چې حق یې دي پرمختګ کړی، هغوی ځوانان او ښځې هغه لښکر ګني، چې امریکا جوړ کړی او له دې نسل سره څه وکړو.»

همدارنګه منصور ټينګار وکړ، چې طالبان له رسنیو او خبریالانو هم وېره لري او په هغه اندازه له هر خبریال نه وېره لري، لکه د پوځ له یوه جنرال څخه یې چې لري.

نوموړي وايي، طالبان دا یوه لاس ته راوڼه د یوه حق په توګه نه مني، خو یو واقعیت یې بولي، ولې ټینګار کوي، چې دغه پروسه باید بېرته وګرځول شي، هغوی دا یو نامشروع پرمختګ بولي، چې په فکر یې محکوم په ځپلو دی.

د حکومتي پلاوی دغه غړی وايي، د دوی د پلاوی لپاره د انساني ارزښتونو او بشري حقونو دفاع ستونزمن کار نه دی خو په وینا یې مقابل لوری «طالبان» دغه ډول بحثونو ته چمتو نه دي.

آیا د سولې په اړه ملي او نړیواله اجماع شته؟

ښاغلي منصور د خپلو خبرو په بله برخه کې د دې په اړه چې ایا په واقعیت کې د سولې په اړه ملي او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې و ویل، هغه څه چې اورېدل کېږي چې د سولې په اړه ملي او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې واقعیت نه لري.

هغه زیاته کړه«یو شمېر هېوادونه چې په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغان دولت او خلکو سره و، د دې پلوي دي، چې دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، فکر کوم هغوی د یوه موقت حکومت درامنځ ته کېدو غوښتونکي دي، خو سیمې ډېری هېوادونه دغه پروسې ته یوه امریکايي پروسې په سترګه ګوري او د موقت حکومت له رامنځ ته کېدو خوښ نه دی.»
 
د هغه په وینا هېواد کې د ننه هم یو شمېر خلک او سیاسیون دا پروسه یو فرصت بولي او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، خو یو شمېر نور بیا به شدت سره د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو سره مخالف دي.

دی وايي، یو شمېر کسان چې د دولت په سر کې ځای لري فکر کوي، چې دا معامله هم د حکمیتار سره شوې معاملې ته ورته ده خو اکثریت د جمهوریت د نظام د ساتلو غوښتونکي دي او مني، چې د یوه کس په تلو او بل په راتلو سره د سولې تامین ارزښت لري.

حفیظ منصور وايي، د افغان دولت مرکچي پلاوی په یوه حساس او ستونزمن وضعیت کې ځای لري، ځکه طالبانو تر اوسه یوازې د خپلو اجنډاو عنوانونه ښودلي خو تر اوسه یې هغه تفسیر کړي دي.

د حکومت د مرکچي پلاوی غړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د دوی او طالب پلاوي تر منځ بل پړاو خبرې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶ مه بیا په قطر کې پیل شي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې له څه باندې دریو میاشتو راهیسې په قطر کې پیل شوې دي، خو دا خبرې څو ورځې وړاندې د ۲۰ ورځو لپاره وځنډې دې او دواړه پلاوی د سلا مشورو لپاره کابل او اسلام آباد ته راستانه شول.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي