سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو تنو سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه سهار ۱۰ بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سبزي مارکېټ سره شوې ده.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، د سړک د غاړې ماین د چپرهار ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو په موتر چاودلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار