۰

افغان مذاکرتي پلاوی دوحې ته روان شو

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
له طالبانو سره د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د قطر د پلازمېنې دوحې په لور روان وو.
افغان مذاکرتي پلاوی دوحې ته روان شو
له طالبانو سره د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د قطر د پلازمېنې دوحې په لور روان وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد پلاوی غړی او ویاند نادر نادري وايي، مرکچي پلاوی په کابل او ولایتونو کې د دولت له مشرتابه، ملي روغې جوړې عالي شورا، سیاسي او مدني فعالانو، دیني علماو او هېواد له نورو پاړکیو سره له دریو اوونیو سلا مشورو وروسته نن د سولې د خبرو د پیل کولو په موخه له کابل څخه دوحې ته روان شو.

ښاغلي نادري وايي، پلاوي ښې مشورې او نظریات تر لاسه کړي او د مذکراتو پر مېز به د سولې د تامین لپاره پوره چمتوالی ولري.

دی وایي، د سلا مشورو پر مهال ورته معلومه شوه، چې د افغانستان د خلکو لومړی غوښتنه اوربند دی، نو ځکه به دوی په مذاکراتو کې لومړی پر همدې موضوع ټینګار او خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، چې د یاد پلاوی ځینو نورو غړو هم کابل کې د غونډو پر مهال ویلي، چې له طالبانو سره به دا پړاو خبرې پېچلې وي، خو په وینا یې د دوی لومړیتوب به اوربند وي.

د افغان دولت او طالبان تر منځ لومړی پړاو خبرو درې میاشت وخت ونیو، چې وروسته په کې شل ورځنۍ وقفه راغله او اوس ټاکل شوې، چې دا خبرې سبا چهارشبنې د مرغومي ۱۷ مه په دوحه کې بیا پیل شي.

په دوحه کې دا خبرې پر داسې مهال پیلېدونکي دي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم سیمې ته خپل سفر بیا پیل کړی او ویلي یې دي، چې په دا ځل خبرو کې باید لومړی په اورکم او اوربند موافقه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي