۰

یو امریکايي پلاوی د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه کابل ته راځي

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
ولسمشر غنی وايي، د امریکا نوی حکومت په پام کې لري، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره کابل ته یو پلاوی راولېږي.
یو امریکايي پلاوی د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه کابل ته راځي
ولسمشر غنی وايي، د امریکا نوی حکومت په پام کې لري، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره کابل ته یو پلاوی راولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون جمعه د سلواغې ۱۰ مه د اسپین انسټیټیوت انلاین غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، د ناټو غړي هیوادونه لېواله دي چې ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي خو هغوی د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې ده د کاناډا، ناروې او جرمني له مشرانو او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي او ورته څرګنده شوې چې ناټو ډېره لېواله ده چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام وکړي.

خو وايي، ناټو له امریکا پرته خپل ماموریت ته دوام نه شي ورکولی ځکه چې د استخباراتو، هوايي ځواک او په نورو برخو کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي غني ویلي، امریکا اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري او ناټو باید د نورو امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره شرط کېږدي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې سوله نه کوي، بلکې پلمې لټوي او زیاته یې کړه«د طالبانو قومندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده، د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.»

دی وايي، طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړی، چې باید عملي شي او امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي، هره ترهګره ډله به دغه راولېږدي.

ښاغلي غني ویلي، افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې خشونت ختم کړي، اماده دی او طالبان هم باید اماده وي.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې  و ویل که طالبان دا فکر کوي چې د تاوتریخوالي له لارې به بریالي شي امکان نه لري.

ولسمشر وویل، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره کابل ته یو پلاوی راولیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي