۰
امرالله صالح:

د مشارکتي حکومت خپره شوې طرحه شیطاني او د پاکستان طرحه ده

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او د دغه طرحې له جزیاتو یې پرده پورته کړې ده.
د مشارکتي حکومت خپره شوې طرحه شیطاني او د پاکستان طرحه ده
د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او د دغه طرحې له جزیاتو یې پرده پورته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه طرحه یوه شیطاني او د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا جوړه شوې طرحه بللې ده.

نوموړي نن دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه په خپله فسبوک پاڼه ویلي، پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دي.

دی وايي، استخباراتي کړۍ د جعلي او خیالي طرحو په راوړلو هڅه کوي چې په هېواد کې د ولس ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او په هېواد کې څو لوی او واړه حکومتونه رامنځ ته کړي.

ښاغلي صالح ویلي، پاکستان غواړي د افغانستان جنوبي ولایتونه او سیمې د دوی په کنټرول کې وي او له دې ځایه د افغانستان په نورو برخو او سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او لاسوهنې ترسره کړي.

د ولسمشر لومړي مرسیتال زیاته کړې، ځينې خلک له دې طرحې سره موافق دي خو له خطرونو یې خبر نه دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې دا طرحه د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړه شوې ده چې هڅه کوي په افغانستان کې یو کمزوری حکومت رامنځ ته شي، خو تر ټولو ستر هدف یې دا دی چې دغه هېواد تجزیه شي او شمال او جنوب په خپلو کې سره وجنګوي.

صالح وایي د پاکستان هدف دا دی چې د افغانستان جنوبي ولایتونه د طالبانو او د پاکستان تر ملاتړ لاندې د نورو ترهګرو ډلو لپاره امنه سیمه وي او له دې ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

ښاغلي صالح دغه طرحه خورا خطرناکه بللې او د افغانستان له خلکو یې غوښتي چې د تل په څېر په هېواد کې قانون د حاکمیت، د پردیو د مداخلې د مخنیوي او ولسواکۍ دفاع وکړي.

هغه ویلي د دې طرحې له مخې به لومړی د افغانستان ملي شورا لغوه کېږي، وکیلان به یوازې د معاش په ورکړه خوشاله کېږي، په شمال کې به د وسله والو ډلو ترمنځ د بریا لپاره نښتې رامنځ ته کېږي او په جنوبي ولایتونو کې به د پاکستان او طالبانو حاکمیت وي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، پاکستان غواړي د نویمو کلونو تګلاره تکرار کړي، مرکزي حکومت کمزوری او بې صلاحیته کړي او د بهرنیو د مداخلې او یوې بلې خونړۍ جګړې د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي