۰

د انعکاس تلوېزیون درې کارکوونکې په وسله وال بریدونو کې وژل شوې دي

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون درې کارکوونکي په وسله وال بریدونو کې وژل شوې دي.
د انعکاس تلوېزیون درې کارکوونکې په وسله وال بریدونو کې وژل شوې دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون درې کارکوونکي په وسله وال بریدونو کې وژل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه وسله وال برید کې یوه عمر خوړلې مېرمن هم ټپي شوې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، لومړۍ پېښه د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا وسله والو په دغه سیمه کې په وسله وال برید کې د انعکاس تلوېزیون پر دوه کارکوونکو ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلې دي.

بله پېښه د څلورمې ناحیې د قصبې په سیمه کې شوې ده چې د انعکاس تلویزیون بله کارکوونکې کور ته پر لاره وه چې وسله والو ویشتلې او وژلې ده.

د یاد تلوېزیون مسوولینو هم تایید کړې، چې د دوی د دوبلې د برخې درې کارکوونکې په وسله والو بریدونو کې وژل شوې دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، روغتون ته یې درې ښځینه جسدونه او یوه ټپي مېرمن ور وړل شوې.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د همدې تلوېزیون یوه خبریاله ملاله میوند په یوه وسله وال برید کې وژل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي