۰

بلخ: د طالبانو په برید کې ۱۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ: د طالبانو په برید کې ۱۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه تېره شپه (د کب ۱۶ مه) د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ په ترکمنیه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، طالبانو په یاده سیمه کې پر یوه امنیتی پوسته برید کړي، چې ۸ سرتېري په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پولیسو د ویاند په وینا جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د تعلیم او تربیې امر، د درېیمې حوزې د تعلیم او تربیې امر او د څلورمې حوزې د بلوک قوماندان هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي