۰

پکتیا کې ماین چاودنې څلور پاڅونوال ټپیان کړي

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.
پکتیا کې ماین چاودنې څلور پاڅونوال ټپیان کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۸ مه د مرکز ګردیز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د لرګیو هډې سیمه کې شوې ده.

د پکتیا د پولیسو ویاند لعل محمد وايي، چاودنه د زرمت ولسوالۍ د پاڅونکو په رنجر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې څلور پاڅونوال ټپیان شويو چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي