۰

بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان وژل شوی دی

شنبی ۱۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو په یوه برید کې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی دی.
بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو په یوه برید کې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر قوماندان خوستي وړمه شپه د بغلان د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ تر منځ د حسین خيل په سیمه کې د طالبانو له خوا برید شوی دی.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، د طالبانو په برید کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي