۰

کندهار کې موټر بم برید دوه سرتېري ټپیان کړي دي

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
کندهار کې موټر بم برید دوه سرتېري ټپیان کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون جمعه د کب ۸ مه سهار وختي د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په جي لاهور سیمه کې شوی دی.

امنیتي چارواکي زیاتوي، ځانمرګي غوښتل په یاده سیمه کې د ځانګړو افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړي خو افغان ځواکونو هدف ته له رسېدو وړاندې ځانمرګی په نښه او له منځه یووړ.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی وايي، په دغه موټر بم چاودنه کې دوه سرتېري ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو په ورته وخت یوې بلې امنیتی سرچینې ویلي له دغه برید وروسته جګړه هم شوې چې د سهار تر پنځو بجو پورې یې دوام درلود.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دې برید او جګړه کې ۱۰ پولیس سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چاودنه دومره درنه وه، چې د کندهار ښار په ګډون تر ډېرو لرو سیمو پورې یې غږ اورېدل شوی او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي او ډېرې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي