۰

د فراه زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیت د حقونو مدیره وژل شوې

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فراه ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیې د حقونو مدیره د وسله والو له خوا وژل شوې ده.
د فراه زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیت د حقونو مدیره وژل شوې
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فراه ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیې د حقونو مدیره د وسله والو له خوا وژل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وایي، پېښه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه د فراه ښار په کوکشیب سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند فاروق حضرتي ویلي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیې د حقونو مدیره مېرمن کبرا په کوکشیب سیمه کې وژلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه مېرمن د امنیتي ځواکونو له همغږۍ پرته د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې ته تللې وه، چې هغوی هم پېژندلې و وژلې یې ده.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي