۰
د افغان سولې په اړه د امریکا په پلان کې څه دي؟

حکومت به بدلون کوي، موقته اداره به راځي او طالبان به له خپلو پټنځایونو راوځي

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
راپورونه وايي، امریکا د افغان سولې په تړوا په خپل نوي پلان کې د اوسني افغان حکومت د بدلون او پر ځای یې د یوې موقتې ادارې غوښتنه کړې ده.
حکومت به بدلون کوي، موقته اداره به راځي او طالبان به له خپلو پټنځایونو راوځي
راپورونه وايي، امریکا د افغان سولې په تړوا په خپل نوي پلان کې د اوسني افغان حکومت د بدلون او پر ځای یې د یوې موقتې ادارې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پلان متن چې رویټز او سوشېټېډ پرېس خبري آژانسو لیدلي وايي، موقت حکومت به پر نوي اساسي قانون د موافقې او ټاکنو تر سره کېدو تر وخته واکمن وي.

په دغه پلان کې دا هم راغلي، چې اوربند به رامنځ ته کېږي او په عین حال کې به یو ګډ کمېسیون پر دغه اوربند څارنه کوي.

د امریکا د نوې طرحې له مخې به د موقت حکومت پر مهال ملي شورا یا پراخېزږی، د طالبانو استازي به هم په کې شاملېږي او یا به تر ټاکنو پورې منحلېږي.

طرحه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې افغانستان نه شي کولی په خپله خاوره کې هغه ترهګرو ډلو یا فعالیتونو ته اجازه ورکړي، چې نور هېوادونه وګواښي.

دغه طرحه کې له طالبانو هم غوښتل شوي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره به پوځي اړیکې پرېکوي او له خپلو پټنځایونو به راوځي.

ویل کېږي دا طرحه د افغان ولسمشر، حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو سره هم شریکه شوې او ځینو حکومتي سرچینو یې پخلي کړی دی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د یادې طرحې ځینې برخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هغه لیک کې هم راغلې، چې ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالی شورا ته یې لېږلی دی.

دا هغه طرحه ده، چې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني، د هغه مرستیالانو، ځینو نورو چارواکو او سیاسیونو یې کلک مخالفت کړی دی.

ولسمشر غني او مرستیالان یې وايي، دوی ان له وخته وړاندې ټاکنو ته چمتو دي، چې له نړیوالو سره پرې بحث وکړي، خو هېڅ وخت به د خپل ولس پر سر معامله ونه کړي او نه به هم فرمایشي او امرانه سوله ومني.

ښاغلي غني د ملي شورا پرانست غونده کې په ښکاره ټکو و ویل، چې افغانستان د اساسي قانون ملي وثیقه لري او د همدې وثیقې په اساس به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي.

افغان ولسمشر دا هم و ویل، چې هر بنسټ به طرحې لیکي، لیکلې یې دي او په راتلونکې کې به یې هم ولیکي، خو په وینا یې بهرنۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلای، بلکې تل پاتې سوله هغه مهال راتلای شي، چې د خلکو په رایه حکومت وټاکل شي.

د ښاغلي غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پرون په کابل کې د یوې لویې غونډې پر مهال په ښکاره ټکو و ویل، چې فرمایشي او امرانه سوله به هېڅ وخت ونه مني او نه به هم د خپل ولس پر سر له ۲۰ کسانو سره کومه معامله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي