۰

څرخي پله زندان کې شخړه، یو تن وژل شوي او څلور ټپیان دي

یکشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۲
د زندانونو د تنظیم اداره تاییدوي، چې د څرخي پله زندان کې د زندانیانو تر منځ شخړه په نښه اوښتې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
څرخي پله زندان کې شخړه، یو تن وژل شوي او څلور ټپیان دي
د زندانونو د تنظیم اداره تاییدوي، چې د څرخي پله زندان کې د زندانیانو تر منځ شخړه په نښه اوښتې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د له مخې دغه نښته پرون شنبې د کب ۲۳ مه ماښام مهال د زندان د اووم او اتم بلاکونو د زندانیانو تر منځ شوې ده.

د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي، په دغه نښته کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

بایاني زیاتوي، چې نښته وروسته د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره پای ته رسېدلې، دا مهال وضعیت کنټرول دی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي