۰

کندهار کې ۱۷ جسدونه چې هویت یې نه دی معلوم خارو ته وسپارل شول

سی شنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۷ کسانو چې هویت یې نه دی معلوم جسدونه پرون خاورو ته سپارلي دي.
کندهار کې ۱۷ جسدونه چې هویت یې نه دی معلوم خارو ته وسپارل شول
سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۷ کسانو چې هویت یې نه دی معلوم جسدونه پرون خاورو ته سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو د مخه په جنګ جګړو او ترافیکي پيښو کې د ۶۰ تنو وژل شویو کسانو جسدوه په میرویس روغتون کې پاتې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې یې د همدې وژل شویو کسانو د کورنیو د موندلو لپاره اعلانونه کول خو کورنۍ یې پیدا نه شوې.

نوموړي زیاته کړه، تر دې وروسته د اړوند ادارو د یادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې پرون د ۱۷ تنو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

دی وايي، د پاتې ۴۳ جسدونو د ښخولو پروسه به هم په راتلوونکو ورځو کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي