۰

وردګو کې د پوځ چورلکه لوېدلې، ۹ تنه په کې وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۱
ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې وردګو ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې او د امنیتي سرتېرو په ګډون ۹ تنه په کې وژل شوي دي.
وردګو کې د پوځ چورلکه لوېدلې، ۹ تنه په کې وژل شوي دي
ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې وردګو ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې او د امنیتي سرتېرو په ګډون ۹ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، دغه چورلکه تېره شپه د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.

د ملي دفاع وزرت ویاند روح الله احمدزي نن پنشنبې ۲۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په خواشنۍ سره د پوځ یوه ام آی ۱۷ چورلکه په بهسودو ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې د چورلکې څلور تنه خدمه او پنځه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دی وايي، د چورلکې د لوېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو دفاع وزارت په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یلادونې ده، چې په تېره تله یا میزان میاشت کې هم د پوځ دوه چورلکې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې لوېدلې وې، چې ۹ تنه سرتېري په کې وژل شوي وو.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي