د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې یو تن پولیس کابل ښار کې په یوه پولیس وسله وال برید شوی او وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه پېښه نن شنبې د وري ۷ مه سهار ۷:۱۵ بجې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند قلعه غیبي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د جاوید په نوم یو کس په یوه پولیس وسله وال برید کړی او وژلی یې دی.
دی وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو دا چې قاتل نیول شوی که نه په اړه یې جزیات ورنه کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل