۰

کابل کې بیا هم چاودنه، یو تن وژل شوی، دوه ټپيان دي

پنجشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې ښار کې د یوې چاودنې له امله ۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې بیا هم چاودنه، یو تن وژل شوی، دوه ټپيان دي
د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې ښار کې د یوې چاودنې له امله ۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د مرغومي ۱۱ مه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند چهلستون سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ وايي، ماین چاودنه په یوه کرولا ډول موټر شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې هره ورځ چاودنې رامنځ ته کېږي، چې تر ډېره یې قرباني ملکي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، دا کار د عبیده کاروان په نوم د طالبانو د یوې شبکې دي، چې غواړي په مذاکراتو کې امتیاز تر لاسه او د ولس او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي