۰
یورواېشیا رېویو:

د بایډن اداره نه غواړي نور په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۰
یورواېشیا رېویو خپرونه وايي، د ولسمشر جوبایډن اداره نور نه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې بې مانا او بې پایه جګړې ته ادامه ورکړي.
د بایډن اداره نه غواړي نور په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي
یورواېشیا رېویو خپرونه وايي، د ولسمشر جوبایډن اداره نور نه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې بې مانا او بې پایه جګړې ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خپرونې ویلي، افغان جګړې نور په امریکا کې خپل محبوبیت بایللی او ډېری امریکایان په ې باور دي، چې دغه جګړه بې مانا او له بې ځایه لګښتونو پرته بل هېڅ ګټه نه لري.

په خپرونه کې ویل شوي، امریکا د افغان سولې په تړاو یوه طرحه وړاندې کړې خو ښکېل اړخونه یې ردوي او نه غواړي، چې یو بل سره په ګډه د یوه نظام تر چتر لاندې کار وکړي.

دې لیکه کې زیاته شوې، چې روغه جوړه مهمه موضوع ده او تر لاسه کول یې ګران کار دی او د افغانستان د اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو کیلي ګڼل کېږي.

سرچینه وايي، په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکي کنفرانس ته هیلې شته او ډېری کارپوهان په دې باور دي چې دا ناسته به یوې هوکړې او اوربند ته زمینه برابره کړي.

خو ټينګار یې کړي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هر ډول پرېکړه له خطره خالي نه ده، ځکه چې که امریکایي سرتېري وځي نو طالبان واک ته رسېږي او که نه وځي نو دا جګړه به دوام پیدا کوي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي