د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، افغانستان اوس نوی او بدل شوی او طالبان باید په خپل ځان کې اصلاحات راولي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ظریف د افغانستان پر حالاتو د ریسانا د ۲۰۲۱ دیالوګ په نوم غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، هېواد یې چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو په ګډون هر بل اړخ ته دا زمینه برابره کړي، چې له وېرې او ګواښ پرته د سولې خبرې وکړي.
خو ټینګار یې دا وو چې طالبان هم باید په خپل منځ کې اصلاحات راولي او د امارت د بیا راتګ خوبونه دې نه ویني، ځکه په وینا یې افغانستان نوی شوی او بدل شوی دی.
ده زیاته کړه«موږ پوهیږو چې طالبان د امارت د بیا جوړولو په فکر کې دي خو دا کار عملي نه دی. طالبان باید وپوهېږي چې افغانستان نوي یمې لسیزې ته نه ستنېږي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان دیموکراتیک اورګانونه باید خوندي شي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي، دا ډله دې د افغانستان یوه برخه وي، نه دا چې پروسه کنټرول کړي.
نوموړي دا هم و ویل طالبان باید د امریکايي پوخیانو له وتلو وروسته داسې ونه انګېري چې فرصت ورته برابر شوی تاوتریخوالی ډېر کړي او افغانستان به په زور ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل