له طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال مشر ملا عبدالمنان نیازي مړی هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناسته ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا عبدالمنان نیازی څو ورځې وړاندې د هرات د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو تر منځ په یوه برید کې سخت ټپي شوی و، چې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلی و ملا نیازی پر سر لګېدلی و او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی و، خو هلته یې روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ملا عبدالمنان نیاري مړۍ هرات ولایت ته وړل شوی او پرون یې خاورو ته سپارلی دی.
د مرحوم نیازي په جنازه کې له طالبانو د جلا شوې ډلې سلګونو غړو او پلویانو ګډون کړی او په همدې مراسمو کې یې د ملا نیازي زوی محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه.
خپله خالد نیازي ویلي، چې د خپل پلار لار به تعقیبوي او د هغه هیلي او اهداف به پوره کوي.
خالد نیازي زیاته کړې، چې د پلار هیله او هدف یې یو امن، آزاد، ارامه، خوشحاله او خپلواک افغانستان وو.
د یادونې ده، چې ملا عبدالمنان نیازی د تېرې چهارشنبې د روژې ۳۰ مه په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل