۰
جنرال سادات:

د لښکرګاه د امنیت لپاره عملیات پای ته رسېدلي، ۷۰۰ طالبان وژل شوي

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۲
په جنوب لوېدیځ کې د افغان پوځ لوړ پوړی قوماندان جنرال سمیع سادات وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه د امنیت لپاره پوځي عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي او سلګونو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لښکرګاه د امنیت لپاره عملیات پای ته رسېدلي، ۷۰۰ طالبان وژل شوي
په جنوب لوېدیځ کې د افغان پوځ لوړ پوړی قوماندان جنرال سمیع سادات وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه د امنیت لپاره پوځي عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي او سلګونو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال سادات په یوه خبري ناسته کې و ویل، افغان ځواکونو له طالبانو هغه سیمې هم بېرته نیولې، چې څلور اونۍ وړاندې یې ولکه کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سیمو تر نیولو تر اختر وروسته په تېرو دوه اونیو کې د طالبانو پر ضد په لښکرګاه، نهرسراج او خانشین ولسوالیو کې ۹ پوځي عملیات وشول.

جنرال سادات وايي، په دغه عملیاتو کې ۷۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي، چې ۳۱ یې په کې یوازې مهم قوماندانان وو.

دغه پوځي چارواکي ډاډ ورکړ، چې د لښکرګاه ښار د دایمي امنیت لپاره یې امنیتي کمربند د ښاري سیمو پر ځای د ښار په ګاونډیو ولسوالیو کې اچولی دی.

په ورته وخت جنرال سادات و ویل، چې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت لپاره یې هم ځانګړي تدابیر نیولي او له ملکي ادارو سره په همغږۍ د یادې لارې د زیربناو د بیا رغاونې چارو ته هم کلکه پاملرنه لري چې لار په بشپړه توګه خوندي شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي