ملي دفاع وزرات د هېواد سویل لوېدیځ هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د شپږو پاکستاني غړو په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره ورځ د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو او القاعده په ګډو پټنځایونو بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه بریدونو کې د القاعده شبکې د شپږو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د القاعده په وژل شویو شپږو پاکستاني غړو کې د هند د نیمه وچې لپاره د عباس په نوم د القاعده شبکې یو مشر هم شامل دی.
همدارنګه دفاع وزارت وايي، په دغه بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې ۸ غړي وژل شوي او د دوی د یوه مخکښ قوماندان «ملا شفیق» په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شول.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.
جمهورخبري اژانس:کابل