۰

ګردېز کې چاودنې څلور ملکي کسان وژلي دي

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه ښځو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
ګردېز کې چاودنې څلور ملکي کسان وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه ښځو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه د مرکز ګردېز ښار اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې شوې ده.

د پکتیا امنیه قومانداني وايي، ماین طالبانو د سړک د غاړې خښ شوي و چې په چاودنه کې یې دوه مېرمنې او دوه نارینه وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو د پېښې مسوولیت پر طالبانو اچولي خو طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي