د پښتو ژبې وتلی لیکوال، ژورنالیست، ادیب، د ژورنالیزم ستر استاد او د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار ډاکټر نبي مصداق د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرحوم مصداق له تېرو څو ورځو را په دیخوا د کرونا په ناروغۍ اخته وو او نن دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه سهار یې د یادې ناروغي له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نبي مصداق د پښتو ژبې لیکوال، ادیب او د ژورنالېزم د ډګر ستر استاد وو چې کلونه یې له بي بي سي رادیو سره د ویاند دنده تر سره کړې او په دې وروستیو کلونو کې هېواد ته راغی او د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار و.
د یادونې ده، چې تر نبي مصداق وړاندې د پښتو ژبې وتلی او مشهور ملي سندرغاړی عبدالله مقری هم د کرونا وبا له امله په حق ورسېده.
تر مرحوم مقري دوه ورځې وړاندې د کابل پوهنتون استاد، وتلی لرغون پوه پوهاند رسول باوري هم د کرونا وبا له امله په حق رسېدلی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل