۰

ننګرهار کې وسله والو څلور واکسیناتوران وژلي

سی شنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۲
روغتیایي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۷ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې وسله والو څلور واکسیناتوران وژلي
روغتیایي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۷ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه رامنځ ته شوې دي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، لومړی د خوګیاڼو په چمتله سیمه کې وسله والو پر دوه واکسیناتورانو ډزې کړې یو یې وژلی او بل ټپي دی.

دغه راز یو بل واکسناتور د همدې ولسوالۍ د کږې بازار په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي زیاتوي، همدا رانګه دوه رضاکار واکسیناتوران سره رود ولسوالۍ کې ویشتل شوي او وژل شوي دي.
 
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مشر ډاکتر جان محمد دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ویشتل شوې دي چې دواړه ټپیان دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه پېښې له اوو بجو څخه تر نو بجو پورې شوې دي او اوس یې په ښار او ولسوالیو کې د واکسین کمپیاین درولی دی.

تر اوسه د دغه قتلونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي