۰

ننګرهار کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې طالبانو ته د تیارسي امر شوی دی

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت ځواکونو ته د تیارسي امر شوی دی.
ننګرهار کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې طالبانو ته د تیارسي امر شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت ځواکونو ته د تیارسي امر شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه امر وروسته له هغې شوې، چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي، کرښه باندې اغزن تار وغځوي او تاسیسات جوړ کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په همدې موخه د ختیځ زون تنظیمه رییس او ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او ولایت نور مسوولین او نظامي چارواکي سیمې ته د لیدو لپاره ورغلي دي.

خبرپانه کې ویل شوي، افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړ او له ځانه سره وړی دی.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي مزمل ورسره چارواکو دغلته خپلو ځواکونو ته د هر راز ملاتړ او چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې په کې یو ځایي طالب مشر د لعلپورې ولسوالۍ په صفري نقطه کې د یوې پاکستانۍ پوستې ساتونکو ته د دوی له خوا د تازه تاسیساتو د جوړولو پر سر خبرداری ورکوي او د فعالیتونو د درېدو غوښتنه ترې کوي.

په دغو ویډیوګانو کې پاکستاني لوري ته ويل شوي چې په سیمه کې پر فعالیتونو به یې غلي پاتې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي