۰

جلال آباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۱
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
جلال آباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۷ بجې جلال آباد ښار کې د چپرهار زړې اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ماین په یاده سیمه کې د یوه دوکان مخې ته اېښودل شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

چارواکو د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی وايي، روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي