د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، امریکا له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړه ده او د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د لاډېرې همکارۍ هیلې شته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د چنګاښ ۶ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې امریکا ته د افغان حکومت د پلاوی وروستۍ سفر له لاس ته راوڼو ډک و، او ډاډ یې تر لاسه کړی، چې امریکا له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ټینګار کړی، چې د افغانانو د ملګري په توګه په سپینه ماڼۍ کې شته دی او خپلو همکاریو او مرستو ته به دوام ورکړي.
دی وايي، د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی چې د امریکايي حکومت په بېلو برخو کې به د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ د جذب په برخه کې کار کوي.
د صالح په وینا دوی خپل سفر په موخو کې بریالي وو او په وینا یې د اړیکو په نوي فصل کې د امریکا او افغانستان ترمنځ لا ډېرې همکارۍ ته هیلې شته دي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سفر یې بریالی و او په خپلو موخو کې بریالي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل