۰

امریکا کابل کې د خپل سفارت تړلو خبره رد کړه

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۱
امریکا وايي، افغانستان کې یې نظامي حضور پای ته رسېدونکی دی، خو کابل کې به خپل سفارت کله هم بند نه کړي او د دې لپاره هېڅ پلان نشته.
امریکا کابل کې د خپل سفارت تړلو خبره رد کړه
امریکا وايي، افغانستان کې یې نظامي حضور پای ته رسېدونکی دی، خو کابل کې به خپل سفارت کله هم بند نه کړي او د دې لپاره هېڅ پلان نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا سفارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې سفارت پرانستی دی او پرانستی به وکړي.

دغه سفارت زیاته کړې، چې د ولسمشر بایډن د لارښوونې سره سم به امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي، خو دیپلوماتیک حضور به یې ادامه ولري.

د سرچینې په وینا دیپلوماتیک حضور یې د دې لپاره دی، چې له دې لارې د افغانستان له خلکو سره همکاري دوام پیدا کړي.

په دغه ټوېټ پیغام کې ټینګار شوی، چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت د تړلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

پیغام کې دا هم ویل شوي، چې امریکا د افغانستان اوسنی وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به یې د ښه کېدو او حضور په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي و، په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي تر څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي هر څه ژر له دغه هېواده وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي